د معلوماتو د کارونې څرنګوالی
دا وېبپاڼه د الخوارزمي شرکت، محصولاتو او پروژو د پېژندنې لپاره جوړه شوې ده. په اوسنۍ نسخه کې کارن حساب او په وېبپاڼه کې د شخصي معلوماتو مستقیمه ساتنه نشته. هغه معلومات چې کاروونکی یې د اړیکې یا پېژندنې په فورم کې داخلوي، یوازې د واټساپ پیغام د جوړولو لپاره کارېږي او تر هغه چې کاروونکی پیغام په واټساپ کې ونه لېږي، الخوارزمي ته نه رسېږي. په واټساپ کې لېږل شوي معلومات یوازې د ځواب او غوښتنې د تعقیب لپاره کارېږي.