د سافټویر انجنیرۍ، اداري سیسټمونو، وېب‌سایټونو او ډیجیټلي زیربناوو خدمتونه

01

د بهیرونو شننه او د مالي حسابونو سمون

ستاسو کاري جریانونه، لاسي کتابونه، څو اسعارو حسابونه او عملیاتي ستونزې ارزوو او د ادارې مالي او معلوماتي جوړښت په مسلکي ډول برابروو.

  • د کاري بهیرونو او مالي اسنادو شننه
  • د څو اسعارو حسابونو سمون او کوډینګ
  • د لومړیتوبونو او عملیاتي اړتیاوو ټاکل
  • د ډیټابیس ډیزاین او ماډل جوړول
  • د پلي کولو د پړاوونو مهالوېش
02

د سافټویر پراختیا او د اړتیاوو له مخې عیارول

ژوندي او د عیارېدو وړ سافټویرونه؛ موږ ستاسو عملي اړتیاوې ارزوو او اړین ماډیولونه او فورمولونه د پروژې له هوکړه شوې ساحې او تخنیکي اصولو سره سم جوړوو.

  • د Metal، Octane او حساب‌رس پلاتفورمونو مسلکي عیارول د اړتیا له مخې
  • د سوداګرۍ ځانګړي فورمولونه د سیستم د اصولو په چوکاټ کې
  • مدیریتي ډشبورډونه او تحلیلي راپورونه
  • د خوندي REST API معمارۍ ډیزاین
  • له سخت‌افزارونو او وسایلو سره نښلول
03

د معلوماتو انتقال، عملي پلي کول او د کارکوونکو روزنه

موږ د سیسټم په پلي کولو کې ستاسو تر څنګ ولاړ یو؛ لاسي کتابونه، پخواني حسابونه او ګدامونه په منظم ډول نوي سیسټم ته لېږدوو او کارکوونکو ته عملي روزنه ورکوو.

  • د لاسي کتابونو او اکسل فایلونو منظم انتقال
  • د لومړني سټاک او ګدامونو ثبت او ارزونه
  • ستاسو په دفتر کې د سیسټم حضوري پلي کول
  • کارکوونکو ته د کار په جریان کې عملي زده‌کړه
  • په لومړیو ورځو کې حضوري مرسته د سیسټم د اسانه کارونې لپاره
04

مسؤلانه تخنیکي ملاتړ او دوامداره ساتنه

د الخوارزمي تخنیکي ټیم په کاري ساعتونو کې مسؤلانه ټلیفوني ملاتړ وړاندې کوي، په هرات کې د هوکړه شوې کاري ساحې له مخې حضوري تخنیکي مرسته کوي او بېړنیو ستونزو ته په رسیدګۍ کې لومړیتوب ورکوي.

  • په کاري ساعتونو کې مسؤلانه غبرګون او بېړنیو ستونزو ته په رسیدګۍ کې لومړیتوب
  • په هرات کې د هوکړه شوې خدمت ساحې له مخې حضوري تخنیکي ملاتړ
  • د مالي معلوماتو منظم او اتومات بیک‌اپ
  • د پروګرام امنیتي تازه کول او د سرعت لوړول
  • د ملاتړ له ساحې او هوکړو سره سم د ماژولونو تازه کول او پراختیا
05

د هاست، کلاوډ سرور او زیربنا خدمتونه

د لوړې پایداری او باوري کلاوډ او سیمه‌ییز سرورونه، د آفلاین او آنلاین شبکې تنظیم، د ډومېنونو ثبت او د مالي معلوماتو لوړ امنیت.

  • اختصاصي کلاوډ او سیمه‌ییز سرورونه
  • د سیمه‌ییزې او انټرنېټي شبکې مسلکي تنظیم
  • د نړیوالو ډومېنونو ثبت او چټک لېږد
  • د SSL امنیتي سندونه او سخت‌افزاري فایروال
  • د سرورونو دوامدار ساتنه او چټک ملاتړ
06

د ګرافیک ډیزاین او بصري هویت خدمتونه

ستاسو د شرکت لپاره معتبر او عصري بصري هویت؛ له لوګو او رسمي پاڼو تر صنعتي کتلاګونو او د سافټویر تر ښکلي کارن‌مخه پورې.

  • د لوګو او باوري بصري هویت مسلکي ډیزاین
  • رسمي اداري پاڼې، سرفصلونه او چاپي فاکتورونه
  • د صنعتي توکو او تولیداتو تخصصي کتلاګونه
  • د سافټویرونو د ښکلي مخ ګرافیکي عناصر
  • د چاپ لپاره د لوړ کیفیت فایلونو چمتو کول
07

شرکتي وېب‌پاڼې او د توکو ډیجیټلي کتلاګ

رسمي، چټکې او څوژبیزې وېب‌پاڼې د محصولاتو له ډیجیټلي کتلاګ، پرمختللو فلټرونو او له واټس‌اپ سره د مستقیمې اړیکې اسانتیا سره.

  • د شرکت رسمي او باوري وېب‌پاڼه له پیاوړي سئو سره
  • د محصولاتو ډیجیټلي کتلاګ له پرمختللي لټون سره
  • تخنیکي ځانګړتیاوې او د توکو دقیق معلومات
  • د بیې آنلاین غوښتنه او له واټس‌اپ سره نښلول
  • د منځپانګې د مدیریت خورا اسانه بومي پنل
  • انلاین پلورنځي ته د بدلېدو بشپړه چمتووالی

ستاسو د ادارې لپاره ځانګړي سافټویر جوړولو ته اړتیا لرئ؟

زموږ ټیم چمتو دی چې ستاسو مالي بهیرونه، ګودامونه او سوداګریز اسناد په حضوري یا آنلاین ناسته کې وڅېړي.

د ډیمو او مشورې غوښتنه